ایکنا- د قم ولایت د قرآن کریم د نړیوال قاري مهدي فروغي له خوا د زمر سورې د ۷۳ او ۷۴ آیتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې شوی دی.
د خبر لمبر: 3493625 خپرونې تاریخ : 2026/11/15
ایکنا- د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د موریتانیا د اسلامي چارو او اصیلې زدهکړې له وزارت سره په همکارۍ، د لوېدیځې افریقا د هېوادونو لپاره د حرمینو شریفینو د خادم په نوم د قرآن کریم او نبوي حدیثو د حفظ دویم پړاو سیالۍ د لړم له ۲۴مې تر ۲۸مې (د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۱۵مې تر ۱۹مې) پورې د موریتانیا په پلازمېنه نواکشوت کې جوړوي.
د خبر لمبر: 3493624 خپرونې تاریخ : 2026/11/15
ایکنا- عبدالسید، چې د امریکا د متحده ایالاتو سنا یا مشرانو جرګې ته د لار موندونکي لومړني مسلمان په توګه یاد شوی، غواړي د لوړې مراسم پر قرآن کریم سره ترسره کړي.
د خبر لمبر: 3493623 خپرونې تاریخ : 2026/11/15
ایکنا- د ترکیې د بالیکسیر ښار د القدس جومات د قبةالصخره له معمارۍ څخه په الهام اخستو سره، د سرو زرو په رنګ ګنبد او اتهګوټیز جوړښت سره، یوازې د عبادت یو ځای نه دی، بلکې د اسلامي معمارۍ، دیني هویت او د بیتالمقدس د کلتوري حافظې د تړاو یوه نښه هم ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3493621 خپرونې تاریخ : 2026/11/15
ایکنا- د حوزې او پوهنتون یوه استاد د اهل تسنن په باؤري کتابونو او مهمو سرچینو کې د حضرت فاطمة زهرا (سلام الله علیها) مقام او حجیت تشریح کړ.
د خبر لمبر: 3493620 خپرونې تاریخ : 2026/11/15
ایکنا- د محصلینو د بسیج سازمان د قرآن او عترت مرستیال، د پوهنتونونو د قرآن او عترت اوونۍ په مناسبت، د «قرآن روایتکوونکو» د دریم ملي پروګرام د نوملیکنې د پیل خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3493619 خپرونې تاریخ : 2026/11/14
ایکنا- د حجتالاسلام والمسلمین سیدمحسن خامنهاي په حکم، چې د شهید مجاهد امام حضرت آیتالله العظمی سیدعلي خامنهیي د افکارو او آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر مشر دی، د «شهید مجاهد امام د وینېلړلي عروج د کلیزې» د نمانځنې کمېټه جوړه او غړي یې وټاکل شول.
د خبر لمبر: 3493618 خپرونې تاریخ : 2026/11/14
ا یکنا- د عراقي لیکوال سیدمحمد الطالقاني په یوې لیکنې کې راغلي دي؛د رسالت پر کور وحشیانه برید د اسلام په تاریخ کې تر ټولو ستر او بوږنوونکې جنایت ګڼل کېږي. دغه جنایت د نورو تاوتریخوالو، لکه وژنو، ترور، شکنجې او د اهلبیت (ع) او د هغوی د پیروانو د بندي کولو لپاره لاره هواره کړه؛ هغه لړۍ چې له بده مرغه تر نن ورځې پورې هم دوام لري.
د خبر لمبر: 3493617 خپرونې تاریخ : 2026/11/14
ایکنا- د هندوستان په کچه د شیعیانو د وګړنیزو حقوقو د پلاوي عمومي منشي او ویاند، د بابري جومات نړول د هند د اساسي قانون په تاریخ کې توره ورځ بللې ده.
د خبر لمبر: 3493616 خپرونې تاریخ : 2026/11/14
ایکنا- د ملایشیا د « قرآن نشر » مرکز په نړۍ کې د قرآن کریم د چاپ دویم ستر مرکز ګڼل کېږي. دغه مرکز د عربي ژبې د متخصصانو او هنري کارپوهانو په مرسته هر کال د قرآن کریم زرګونه نسخې، له بېلابېلو ژبو ژباړو سره، چاپوي او خپروي ئې.
د خبر لمبر: 3493615 خپرونې تاریخ : 2026/11/14
ایکنا- د داغستان په شپږم نړیوال کنفرانس کې د اسلامي میراث په ساتنې، د اخلاقي ارزښتونو په پیاوړتیا او د ملي هویت په ټینګښت کې د مسلمانانو د علماوو رول وڅېړل شو.
د خبر لمبر: 3493614 خپرونې تاریخ : 2026/11/13
ایکنا- د قطر د «قطاف» قرآني غونډې په دویم پړاو کې، چې درې ورځې ئې دوام وکړ، تر ۱۰ زرو ډېرو کسانو ګډون کړی دی.
د خبر لمبر: 3493613 خپرونې تاریخ : 2026/11/13
د حضرت فاطمةالزهرا د شهادت په شپه!
ایکنا- د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت په شپه د عزاداری ولولناک مراسم د امید د شهید رهبر امام خامنه اي د شهادت د ځاي په شاوخوا کې د اسلامی اقنلاب د معظم لارښود له خوا ترسره شول.
د خبر لمبر: 3493612 خپرونې تاریخ : 2026/11/13
ایکنا- له کلونو راهیسې د جمهوري غوښتونکو له لورې د مسلمانانو د ټولنو تر دباؤ او نیوکو لاندې راتلو وروسته، د مسلمانانو مشران وايي چې د ټکساس په نوي سیاسي وضعیت کې د هیلې څرکونه لیدل کېږي.
د خبر لمبر: 3493611 خپرونې تاریخ : 2026/11/12
ایکنا- د البانیا په شمال لوېدیځ کې د شکودر سیمې د مفتي دفتر اعلان کړی چې د «سربي جومات» د بېرته پرانیستل کېدو او په دغه هېواد کې د اسلامي دیني مراسمو د بیا پیل د ۳۶مې کلیزې په مناسبت به د نومبر په ۱۶مه، د دوشنبې په ورځ، ځانګړي مراسم ترسره شي. دا تاریخي پېښه د کمونیزم د واکمنۍ پر مهال له څو لسیزو بندیزونو وروسته په البانیا کې د دیني ازادیو د بېرته راژوندي کېدو یو مهم پړاو ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3493610 خپرونې تاریخ : 2026/11/12
ایکنا- د اسلامی انقلاب د معظم لارښود آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي له خوا د فاطمیه شپو ورځو د دوهمې شپې د ویر دستورې په زنیبه کې او د اسلامی انقلاب د هید رهبر دعروج په ځاي کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3493609 خپرونې تاریخ : 2026/11/11
ایکنا- د قطر په پلازمېنې دوحې کې د قرآن کریم په غوره کسانو کې تر ټولو غوره کس نومې سیالیو دریم پړاو پیل شو. په دغو سیالیو کې د ۱۹ هېوادونو ۴۲ ګډونوال برخه لري.
د خبر لمبر: 3493608 خپرونې تاریخ : 2026/11/11
ایکنا- د اردن د «سلط» ښار د اوسېدونکو په همکارۍ د قرآن کریم د ۱۵۰۰ نسخو او ۲۰ زره سپارو د وېش کمپاین پیل شو چې د ولس له خوا ددغه ویش ډير تود او پراخ هرکلی وشو.
د خبر لمبر: 3493607 خپرونې تاریخ : 2026/11/11
طارق عبدالصمد روایت کوي
ایکنا-د مصر او اسلامي نړۍ د نامتو قاري استاد عبدالباسط عبدالصمد زوی وایي: پلار مې په لس کلنۍ کې قرآن کریم حفظ کړی و او یوه شپه، کله چې ۱۸ کلن و، د قاهرې په سیده زینب(س) جومات کې ئې د ژوند لاره بدله شوه.
د خبر لمبر: 3493606 خپرونې تاریخ : 2026/11/11
ایکنا- د ۲۰۲۶ کال د اګست او اکتوبر میاشتو ترمنځ په هندوستان کې لږ تر لږه ۱۶ مسلمانان د حکومتی او غیرحکومتي عاملانو له خوا وژل شوي دي.
د خبر لمبر: 3493604 خپرونې تاریخ : 2026/11/10